جرمني د غزې په تړانګه کې د اسراییلي بریدونو او ملکي زیانونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه

۲۲ ساعتونه مخکې

د جرمني لومړي وزیر فریدریښ مېرڅ د دوشنبې په ورځ په غزه کې د اسراییل بریدونه وغندل او ویې ویل، چې د دغو بریدونو په تړاو به په روانه اوونۍ کې د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره خبرې وکړي.

مېرڅ په برلین کې د WDR اروپایي فورم په غونډه کې وویل: «هغه څه چې اوس مهال د اسراییل پوځ په غزه کې کوي او ملکي وګړي په داسې کچه زیانمنوي چې په وروستیو ورځو کې زیات شوی، نور د ترهګرۍ پر ضد جګړې په توګه توجیه کېدای نه شي.»

هغه ومنله چې جرمني تر دې دمه د خپل تاریخي مسوولیت له امله په اسراییل عامو نیوکو کولو باندې ډډه کړې، خو ټینګار یې وکړ چې نور د اسراییل د اوسني پوځي عملیاتو لپاره کومه منطقي او مشروع هدف نه ویني.

مېرڅ زیاته کړه: «کله چې کرښې او حدود تر پښو لاندې شي او نړۍوال بشري قوانین په ریښتیا سره مات شي، نو جرمني او د جرمني لومړی وزیر هم باید په دې اړه خپل دریځ څرګند کړي.»

لومړي وزیر د اسراییل پوځ له خوا د غزې په یوه ښوونځي وروستي هوایي بریدونه هم وغندل، چې لږ تر لږه ۳۱ کسان پکې ووژل شول او ګڼ شمیر نور ټپیان شول.

مېرڅ وویل: «زه باید ووایم چې تېره اوونۍ د غزې په تړانګه یو بل د ماشومانو ښوونځی هم هدف شو، دا یوه انساني تراژیدي او سیاسي ناورین دی.»

هغه زیاته کړه، چې د جرمني حکومت له اسراییلي چارواکو سره اړیکې لري څو د پوځي عملیاتو په اړه اندېښنې څرګندې کړي.

په همدې حال کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادېفول بیا د اسراییل څخه وغوښتل، چې غزې ته لا زیاته بشري مرسته پرېږدي او ویې ویل، چې که څه هم تېره ورځ تل ابیب محدودې مرستې ته اجازه ورکړې، خو دا کافي نه دي.

وادېفول په مادرید کې د خپل سفر پر مهال وویل: «انساني وضعیت بې حده خراب شوی او باید ژر تر ژره ښه شي.»

هغه زیاته کړه، چې دا پیغام یې د خپلې وروستۍ ټلیفوني خبرې پر مهال خپل اسراییلي سیال ته هم رسولی دی.

هغه د سمدستي اوربند غوښتنه تکرار کړه او ویې ویل، چې جګړه باید ختمه شي او یرغمل باید ازاد شي، څو ډېپلوماتیکې خبرې پیل شي او د دوو دولتونو پر حل لارې کار وشي.

نور خبرونه

رادیو