د روسیې امنیت شورا اعلان کړی چې د طالبانو رسمي چارواکي به د امنیتي چارو د لوړپوړو استازو په نړېواله غونډه کې، چې د مې له ۲۷ مې نه تر ۲۹ پورې د «روسیې ملي مرکز» کې جوړېږي، د لومړي ځل لپاره ګډون کوي.
د روسیې د امنیت شورا مطبوعاتي دفتر وايي، چې « دغه غونډه به د لومړي ځل لپاره د کابل د نوې مشرتابه د استازو کوربه توب کوي».
د روسیې امنیت شورا ویلي، اوسني ګواښونه او امنیتي ننګونې نړیوالې او سرحدي بڼې لري او هېڅ یو معاصر هېواد نه شي کولای یوازې یا په دوه اړخیز ډول دغه ګواښونه حل کړي. د شورا په وینا، له همدې امله، د جنوب او ختیځ له هیوادونو سره تړلي سازمانونه او اتحادیې په وروستیو کلونو کې لا مهم رول لوبوي.
دا ۱۳مه نړېواله غونډه ده چې د لوړپوړو امنیتي استازو ترمنځ ترسره کېږي.
د تاس اژانس د رپوټ له مخې، د غونډې په ترڅ کې به د اسیا د جنوب ختیزو هیوادونو ټولنې (ASEAN)، بریکس، د شانګهای همکاریو سازمان او د همګټو هېوادونو ټولنې استازي غیر رسمي څو اړخیزې خبرې اترې وکړي.
همداراز، د اسیا د جنوب ختیزو هېوادونو ټولنې د غړو د استازو پنځمه ناسته به هم پکې ترسره شي.
د روسیې امنیت شورا وايي: « سیمهییز لوبغاړي نه غواړي د لویو قدرتونو د تقابل ډګر وي، بلکې هڅه کوي چې د عادلانه او نه وېشل کېدونکي امنیتي نظام په جوړښت کې فعاله ونډه واخلي».
شورا همداراز زیاتوي چې د اسیا جنوب ختیز هېوادونه غواړي له روسیې سره په امنیتي مسایلو کې همکاري لا پراخه کړي.
سربېره پر دې، د برېکس، شانګهای، اود همګټو هېوادونو د ټولنو تر منځ غیر رسمي غونډې هم پلان شوې دي.