کرملین د دوشنبې په ورځ د ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون کې، چې پوتین یې بې سوره بللی و، وویل، چې ښايي د احساساتي فشار له امله وي. خو کرملین همداراز د اوکراین د سولې خبرو اترو د پیل په برخه کې د ټرمپ له مرستې مننه کړې ده.
ټرمپ ویلي، پوتین «بیخي بې سوره شوی» ځکه پر اوکراین یې تر ټولو لوی هوايي برید کړی.
هغه همداراز پر اوکرایني ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي هم نیوکه کړې چې د مسکو پر ضد د نویو بندیزونو د وضع کولو خبره یې کړې ده.
د کرملین ویاند دیمتري پېسکوف وویل: « موږ واقعاً له امریکایانو او له ولسمشر ټرمپ څخه منندوی یو چې د خبرو اترو د پیل په تنظیم کې یې مرسته وکړه.البته، دا خورا حساسې شیبې دي، چې له عمومي احساساتي فشار سره تړلې دي او د ټولو خواوو احساساتي غبرګونونه هم پکې ښکاري».