متقي: جګړو له ګاونډیو دا فرصت اخیستی و، چې د افغانستان له ستراتیژیک موقعیت څخه ګټه واخلي

۲ ورځې مخکې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د لوېدیځ چین نړۍوال نندارتون پرانیست غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې تېرو جګړو له ګاونډیو هېوادونو دا فرصت اخیستی و؛ څو د افغانستان له ستراتېژیک موقعیت څخه د اقتصادي همکاریو د څلورلارې په توګه ګټه واخلي.

هغه زیاته کړې، چې طالبانو په افغانستان کې یوه اقتصاد محوره پالیسي غوره کړې او له همدې امله د ټولو هېوادونو سره د مثبتې همکارۍ او اقتصادي تعامل پر بنسټ د ښو اړیکو غوښتونکي دي.

متقي په خپلو خبرو کې چنایي پانګه‌وال وهڅول، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي،

هغه زیاته کړه، « طالبانو د سوداکرۍ او پانګونې لپاره خوندي او باوري فضا رامنځته کړې؛ څو بهرني پانګه‌وال په افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه کړي.»

د چین او طالبانو ترمنځ اړیکې په وروستیو کلونو کې پراخې شوې دي او دواړه خواوې هڅه کوي، چې خپلې سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکې لا پسې پراخې کړي.

که څه هم چین په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته کله چې طالبانو واک ترلاسه کړ، چین له طالبانو سره محدوده رسمي دیپلوماتیک تماسونه ساتلي دي.

چین یو له هغو څو هېوادونو څخه دی، چې په کابل کې یې خپل سفارت پرانیستی دی.

په دې وروستیو کې چینایي کمپنیو د افغانستان د طبیعي زېرمو لکه لېتیم، مس، سره زر او نورو برخو کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده.

بل خوا چین غواړي، چې افغانستان د خپلې سترې اقتصادي پروژې «یو کمربند، یوه لار» برخه کړي؛ خو د امنیتي ننګونو له امله په دې برخه کې له احتیاط کار اخلي.

نور خبرونه

رادیو