امرالله صالح: د استانبول او انتالیا غونډې له طالبانو سره د مبارزې په لاره کې مهم ګامونه دي

۱۶ ساعتونه مخکې

د زرغون بهیر مشر امرالله صالح په ترکیه کې د افغان تُرک مشرانو د غونډې او د انتالیا بهیر د کنفرانس د جوړېدو ملاتړ کړی.

د هغه په وینا، د دې غونډو منځ‌پانګه د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان واقعي وضعیت منعکسوي؛ هغه وضعیت چې د دې بهیر په باور د تعصب، انحصار او ناپوهۍ پایله ده.

نوموړي د سې‌شنبې په ورځ (د غبرګولي ۶مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه پیغام کې زیاته کړې، چې دا غونډې د ډیالوګ او پرمختګ مرکز په ابتکار جوړې شوي او نوموړي دا غونډې «مهمې او ملي» بللې دي.

په هغه بیان کې چې د امرالله صالح په مشرۍ د افغانستان د زرغون بهیر (رسا) له لوري خپور شوی، ویل شوي چې پر هېواد د طالبانو واکمني د دوحې د پردې شاته د هوکړې پایله ده او دا نه یوازې د مېلیونونو خلکو د بې‌ځایه کېدو لامل شوی، بلکې د بې‌وزلۍ د پراخېدو، قومي تبعیض او د ملي ارزښتونو د له‌منځه تللو سبب هم ګرځېدلی دی.

په دې اعلامیه کې ټینګار شوی، چې د طالبانو مخالف ټول جریانونه او بنسټونه کولای شي د اختلافونو د شته والي سربېره، پر ګډو موخو تمرکز وکړي او د طالبانو د رژیم د پای ته رسېدو لپاره ګډې هڅې وکړي.

د نصیر احمد اندېشنه په ګډون د انتالیا د غونډې استازو، اساسي قانون ته راستنېدل په هېواد کې د سیاسي مشروعیت او ملي یووالي د رامنځته‌کېدو یوازینۍ لار بللې ده.

دوی پر دې باور دي، چې د یوناما په ګډون د نړۍوالو ادارو بدیل پلانونه نیمګړي او بې‌اغېزې دي.

د افغانستان زرغون بهیر زیاته کړې، چې د استانبول او انتالیا په څېر نوښتونه نه‌ یوازې د افغانستان د سیاسي او قومي تنوع نښه ده، بلکې دا هم ښيي چې هېوادونه د یو متنوع او د قانون پر بنسټ ولاړ افغانستان د ملاتړ هیله لري.

دا په داسې حال کې ده، چې په ترکیه کې د «انتالیا بهیر» په نوم د افغانستان په تړاو مدني ټولنو یوه غونډه ترسره کړې، چې په ترڅ کې یې د طالبانو د نږدې څلور کلنې واکمنۍ او راتلونکي په تړاو ارزونه کړې ده.

دا غونډه په داسې حال کې جوړه شوې، چې طالبانو په افغانستان کې پر سیاسي او مدني فعالیتونو سخت بندیزونه لګولي چې له همدې کبله په کور دننه د دا ډول غونډو د جوړېدو لپاره هېڅ ډول خوندي چاپېریال نه لیدل کېږي.

نور خبرونه

رادیو