د برېټانیا په لیورپول ښار کې د فوټبال «پریمیر لیګ» د اتلولۍ د لمانځغونډې پر مهال یو موټر د خلکو ګڼې ګوڼې ته ور ننوت، چې له امله یې ګڼ کسان ټپیان شوي او پولیسو یو کس هم نیولی دی.
هغه ویدیوګانې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې، ښيي چې موټر له کنټروله وتلی او د سړک غاړې ته د ولاړو مینهوالو پر ډلې ور برابرېږي.
دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې د لېورپول لوبډلې پرانیستی بس، د لوبغاړو او روزونکو سره، د ښار له مرکزه تېرېده او لسګونه زره مینهوال یې هرکلي ته راوتلي وو.
د پېښې یو ناتایید شوی ویډیو کلیپ ښيي، چې موټر له چټکۍ سره د خلکو پر ګڼ کتار ورننوځي، خو وروسته له ګڼ ځايه مخ اړوي. بله ویډیو کې لیدل کېږي چې پولیسو ژر تر ژره موټر کلابند کړ او یو شمېر غوسه ناکو مینهوالو هم هڅه کوله چې موټرچلوونکي ته ځان ورسوي.
ځیني کسان د سړک پر سر پراته لیدل شوي او مرستندویه ټیمونه سملاسي سیمې ته رسېدلي دي.
د برېټانیا لومړي وزیر کېير سټارمر په اېکسپاڼه کې لیکلي: «په لېورپول کې د پېښې شېبې ډېرې اندېښمنوونکې دي. زه له ټولو هغو کسانو سره چې ژوبل یا اغېزمن شوي دي، خواخوږي شریکوم. زه د پولیسو او بېړنیو خدمتونو د چټک غبرګون مننه کوم.»
پولیسو په یوه بیان کې ویلي، چې موټر د پېښې په ځای کې درول شوی او یو کس هم په سیمه کې نیول شوی دی.
رویټرز ویلي، په سیمه کې څو امبولانسونه لیدل شوي او د اور وژنې څانګې له خوا یوه خیمه هم درول شوې ده.