د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وایي، چې د افغانستان لپاره د جرمني له ځانګړي استازي ټوبیاس کراوس سره یې په لیدنه کې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه خبرې کړې دي.
نوموړي پر اېکس پاڼه لیکلي، « نن مې په اسلام اباد کې د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي ټوبیاس کراوس هرکلی وکړ. موږ د سیمهییز امنیت، پاکستان، افغانستان او له هغې هاخوا سیمو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د وړتیا په اړه ګټور بحثونه وکړل.»