پوتین نن د دوشنبې په ورځ د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره وګوري

AP ۱۴۰۴ غبرگولی ۵

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به نن د دوشنبې په ورځ د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره وګوري.

د کرملین ویاند دیمتري پېسکوف وايي، چې هاکان فیدان نن مسکو ته سفر کوي.

دا لیدنه داسې مهال ترسره کیږي، چې د استانبول په ناسته کې ولادیمیر پوتین ګډون ونه کړ او د روسي او اوکرایني پلاوي خبرې اترې بې پایلې پای ته ورسېدې.

نور خبرونه

رادیو