کویټ د ۲۰۲۴ کال د اګسټ له میاشتې راهیسې د څه باندې ۳۷ زره کسانو تابعیت لغوه کړی، چې لږ تر لږه ۲۶ زره یې ښځې دي.
د راپورونو له مخې، دا پراخ لغوه کېدونکي تابعیتونه د اصلاحاتي پروګرام یوه برخه ده، چې د کویټ د امیر شېخ مشعل الاحمد الصباح له خوا د کویټي هویت د بیا تعریفولو په موخه پر مخ وړل کېږي.
د کویټ امیر واک تر رسېدو پنځه میاشتې وروسته د دې هېواد پارلمان منحل کړ او د اساسي قانون یوه برخه یې وځنډوله.
د کویټ امیر د مارچ په میاشت کې په یوه ټلویزیوني وینا کې نږدې پنځه مېلیونه کسانو ته چې یوازې یوه درېیمه برخهیې کویټیان دي، ژمنه وکړه چې دا هېواد به «بېرته اصلي خلکو ته یې وسپاري او دغه راز به یې له ناپاکیو پاک کړي».