د امریکا په سوېلي کارولینا ایالت کې چارواکي وایي، چې په هریټ ساحلي ښار کې د ډزو له امله لږ تر لږه ۱۱ کسان ټپیان شوي دي.
د اسوشېټېډ پرېس د راپور له مخې؛ تر دې دمه د پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي او د ټپیانو د وضعیت په اړه هم معلومات نه دي خپاره شوي.
په سیمه کې له ډزو وروسته خپاره شوي انځورونه ښيي، چې د پولیسو لسګونه موټرونه او امبولانسونه د پېښې ځای ته رسېدلي دي.