د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، چې له ایران سره یې خبرې اترې ښې روانې دي.
نوموړي هیله ښودلې، چې ښایي ډېر ژر به له ایران سره د خبرو اترو په برخه کې ښه خبرونه ولري.
هغه په نیوجرسي کې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي:« موږ له ایران سره ډېرې ښې خبرې اترې لرلې. موږ به وګورو چې څه پېښېږي؛ خو زما په اند ښایي موږ د ایران په اړه ښه خبرونه ولرو.»