سیمهییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ د فرغامنج کلي اوسېدونکو او طالبانو ترمنځ شخړه دویمې ورځې ته غځېدلې. د سرچینو په وینا، د دغه کلي خلکو هڅه وکړه چې د طالبانو په ډزو کې د وژل شوي کس جسد له ځان سره د مظاهرې او عدالت غوښتنې په موخه یوسي.
دا شخړه د کوکنارو د کروندو د لهمنځه وړلو پر سر رامنځته شوې.
سرچینې وايي، د یکشنبې ورځې په نښته کې د وژل شوي یوه کلیوال مړی خلکو له ځان سره اخیستی و، چې مظاهره او د خپل حق غوښتنه وکړي، خو د طالبانو د لوی درستیز فصیحالدین فطرت تر منځګړیتوب وروسته خلکو د نوموړي مړی خاورو ته سپارلی دی.
د دوشنبې په سهار طالبانو فرغامنج سیمې ته تازه دمه ځواکونه استولي. سرچینې وايي، یو شمېر بزګران او د کلي اوسېدونکي چې د ځايي طالبانو له ملاتړه برخمن دي، غرونو ته ختلي او هلته یې د طالبانو پر ضد سنګر نیولی.
ځینو اوسېدونکو ویلي، دواړو غاړو د خبرداري په ډول هوایي ډزې کړې دي. سرچینې خبرداری ورکړی چې امکان لري جګړه پراخه شي.
وړاندې د یکشنبې په ورځ د طالبانو ځانګړو قطعاتو او بزګرانو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي.
د بدخشان د ولایتي شورا پخواني غړي احمد جاوېد مجددي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبان د کوکنارو د له منځه وړو په برخه کې دوهګونی چلند لري. دی وايي، « په داسې حال کې چې په بدخشان کې فصلونه له منځه وړل کیږي، په نورو ولایتونو کې ازادانه کښت دوام لري».
تېر کال هم طالبانو په بدخشان کې د کوکنارو د کر ضد عملیات ترسره کړي وو، چې د بزګرانو له مخالفت سره مخ شوي وو. کروندګر وايي، فقر او بیکاري دې ته اړ کړي چې کوکنار وکري.