اسراییل د حماس د اوربند وړاندیز رد کړی

AP ۱۴۰۴ غبرگولی ۵

رویټرز خبري اژانس د یوه اسرایيلي چارواکي له قوله لیکلي، چې دغه هېواد د حماس له خوا د اوربند نوی وړاندیز رد کړی دی.

یاد اسرایيلي چارواکي د حماس هغه څرګندونې رد کړې، چې دغه توافق د امریکا د ځانګړي استازي استیو ویتکاف له وړاندې شوې طرحې سره سمون لري او همداراز یې ویلي: «حماس د یوې هوکړې ترلاسه کولو ته لېوالتیا نه لري.»
رویټرز حماس ته نږدې د یوه فلسطیني چارواکي له قوله هم راپور ورکړی، چې دغې ډلې د غزې لپاره د اوربند له هغه وړاندیز سره موافقه کړې، چې د امریکا د ځانګړي استازي استیو ویتکاف له خوا وړاندې شوې ده.
رویټرز زیاته کړې: دغه وړاندیز چې د منځګړو له لارې حماس ډلې ته رسول شوې ده، پکې د ۱۰ برمته شویو کسانو خوشې کېدل او ۷۰ ورځنی اوربند شامل دي.
په راپور کې راغلي، چې د اوربند پرمهال به مذاکرات دوام ولري ترڅو د امریکا په تضمین سره دایمي اوربند رامنځته شي.

نور خبرونه

رادیو