د جاپان او امریکا ترمنځ د تعرفو خبرې لا هم روانې دي

AP ۱۴۰۴ غبرگولی ۴

د جاپان لومړي وزیر شیګرو ایشیبا د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې هېواد به یې له امریکا سره د ګمرکي تعرفو خبرو ته دوام ورکړي، څو د جون په میاشت کې د کاناډا په کوربتوب د "اووه سترو هېوادونو" یا G7 غونډې پر مهال یوه موافقه ترلاسه شي.

ایشیبا د جمعې په ورځ د واشنګټن او ټوکیو ترمنځ د تعرفو د خبرو اترو د درېیم پړاو له پای ته رسېدو وروسته خبریالانو ته وویل: «موږ به دا خبرې لا پسې ژورې کړو، او G7 غونډه مو په پام کې ده.»

د جاپان لوړپوړي مرکچي ریوسېي اکازاوا، د امریکا د سوداګرۍ استازي جېمیسن ګریر او د سوداګرۍ وزیر هاوارد لټنیک سره ولیدل او له امریکا یې په کلکه غوښتنه وکړه، چې پر جاپاني صادراتو وضع شوي اضافي تعرفې لرې کړي.

ایشیبا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په وروستۍ ټلیفوني اړیکه کې هوکړه کړې، چې دواړه مشران به د تعرفو پر موضوع د G7 غونډې پر مهال لا نور پرمختګ وکړي.

جاپان له امریکا غوښتي، چې خپلې تعرفوي پالیسۍ له سره وارزوي، په ځانګړي ډول هغه چې پر جاپاني موټرو ۲۵ سلنه ګمرکي مالیه لګوي.

که څه هم امریکا یوه۲۴ سلنه "متقابل" تعرفه ځنډولې، خو لا هم پر جاپاني محصولاتو ۱۰ سلنه اساسي مالیه او پر فولادو او المونیمو جلا تعرفې پلي کوي.

نور خبرونه

رادیو