د سره صلیب نړۍوالې کمېټې (ICRC) د یکشنبې په ورځ وویل، چې د غزې په خان یونس ښار کې د یوه هوايي برید پر مهال د دوی دوه کارکوونکي وژل شوي دي.
دغه برید د دوی د کارکوونکو د اوسېدو په ځای ترسره شوی او یادې کمېټې د جګړو د ژر پای ته رسېدو غوښتنه کړې.
د دوی په خبره: «موږ د خپلو دوو همکارانو، ابراهیم عید او احمد ابو هلال د مړینې له امله سخت خواشیني یو.»
دا څرګندونې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د ټولنیزو رسنیو له لارې شوې دي.
دغه برید د شنبې په ورځ شوی، خو د سره صلیب نړۍوالې کمېټې دا نه دي ویلي چې برید د چا له خوا شوی.
له بلې خوا، اسراییل منلې چې د شنبې په ورځ یې په خان یونس کې بریدونه ترسره کړي دي.
د سره صلیب په وینا، ابراهیم عید د وسلو د ککړتیا د څار افسر و او احمد ابو هلال د دې ادارې په یوه روغتون کې د امنیت ساتونکی و.
د بیان له مخې: «د دوی وژل کېدل په غزه کې د ملکي تلفاتو نه زغمونکي کچه څرګندوي.»
سازمان ټینګار کړی: «سره صلیب یو ځل بیا پر اوربند او د ملکي وګړو په ګډون د طبي، بشري، مرستندویه او ملکي دفاع کارکوونکو د خوندیتوب او درناوي لپاره خپله بېړنۍ غوښتنه تکراروي.»
د اسراییل له خوا له هغه وروسته بریدونه بېرته پیل شوي چې د مارچ په میاشت کې اوربند پای ته ورسېد.