یوې افغان زده‌کړیالې د ۲۰۲۵ کال «نړۍوال علمي فیسټیوال» لومړی مقام وګاټه

۷ ورځې مخکې

د «نجونو لپاره ډالۍ» په نوم د یوې افغانې زده‌کړیالې ناجیه جلال چمتو کړې پروژې د ۲۰۲۵ کال «نړۍوال علمي فیسټیوال» لومړۍ جایزه ګټلې ده.

ناجیه جلال چې د جرمني د فولډا پوهنتون د بشري حقونو، سیاست او قانون په برخه کې د ماسټرۍ زده‌کړیاله او د «نجونو لپاره ډالۍ» سازمان بنسټ اېښودونکې ده، وتوانېده چې د خپلې چمتو کړې پروژې سره د یاد فیسټیوال د قاضیانو او لیدونکو پام ځان ته راواړوي او د E³UDRES² 2025 نړۍوال علمي فیسټیوال کې لومړی مقام خپل کړي.

د E³UDRES² 2025 فیسټیوال د اترېش سېنټ پولټن پوهنتون په کوربه‌توب او د اروپا د نورو پوهنتونونو او لوړو زده‌کړو موسسو سره په ګډې همکارۍ ترسره شو.

د دغه فیسټیوال موخه دا وه، چې وپلټل شي څنګه ساینس او ​​نوښت کولای شي نړۍوال بدلونونه رامنځته کړي.

د ناجیه جلال له‌خوا د چمتو شوې پروژې «نجونو لپاره ډالۍ» کې د افغان نجونو لپاره د ځمکې لاندې پټ ښوونځي جوړول او ملاتړ، همدا راز په بحراني حالاتو کې ښځو او نجونو ته د رواني درملنې او رواني ټولنیز ملاتړ خدمتونه تر نورو پروژو خورا مهم وګڼل شول.

د افغان زده‌کړیالې ناجیه جلال پروژه «نجونو ته ډالۍ» د اروپایي ټولنې د ګڼو هېوادونو د زده‌کړیالانو د ۱۸ نورو پروژو سره سیالي وکړه او د انلاین او شخصي رای ورکولو په دوو پړاوونو کې ګټونکې اعلان شوه.

د E³UDRES² ټولنه په اروپا کې د نهو لوړو زده‌کړو موسسو او لسګونو علمي او څېړنیزو موسسو څخه جوړه شوې، چې موخه یې د ساینس او ​​نړۍوالې همکارۍ له لارې ټولنیز نوښت، پایښت او بشري پرمختګ ته وده ورکول دي.

نور خبرونه

رادیو