د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د مې میاشتې په ۲۵مه اعلان وکړ، چې د کییف او مسکو ترمنځ د بندیانو د تبادلې په وروستي پړاو کې روسیې د دوی ۳۰۳ بندیان ور وسپارل.
دا تبادله درېیو پړاونو کې د درېیو ورځو په موده کې ترسره شوه، چې د مې پر ۱۶مه د ترکيې په کوربتوب د سولې د خبرو پر مهال پرې هوکړه شوې وه.
دا خبرې د اوکراین او روسیې ترمنځ له درېیو کلونو وروسته لومړۍ مخامخ لیدنه وه.
زېلېنسکي په خپل اېکس کې لیکلي: «زه له خپل ټیم څخه مننه کوم چې دا تبادله یې ممکنه کړه. موږ به هر یو اوکراینی چې د روسیې په بند کې دی، خامخا بېرته راولو.»
د بېرته راوستل شویو کسانو په منځ کې د اوکراین د وسلهوالو ځواکونو، ملي ګارد، سرحدي ځواکونو او د ځانګړو ټرانسپورتي خدماتو غړي شامل وو.
د جګړې د بندیانو د چارو د همغږۍ او تنظیم دفتر ویلي، چې بېرته ستانه شویو کسانو کې ۷۰ تنه هغه کسان هم شامل دي، چې د ۲۰۲۲ کال د ماریوپول ښار د محاصرې پر مهال یې دفاع کړې وه.
یاد دفتر زیاته کړې، چې د ۲۰۲۲ کال د مارچ میاشتې راهیسې د خبرو او تبادلو له لارې ۵،۷۵۷ اوکرایني بندیان بېرته هېواد ته ستانه شوي او ۵۳۶ تنه نور د نورو لارو له بند راخلاص شوي دي.
د بندیانو دا تبادله د هغو مستقیمو خبرو یوازینۍ عملي پایله وه، چې تېره اوونۍ د اوکراین او روسیې ترمنځ ترسره شوې.
سره له دې چې اوکراین او امریکا پر روسیې بېقید اوربند ته د غاړې ایښودو غوښتنه کړې، خو د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګي کسلیتسیا چې د اوکراین د پلاوي غړی و، ویلي روسیې دا غوښتنه په "واضیح ډول" رد کړې ده.