د اسراییل پوځ ویلي چې د یکشنبې په ورځ یې یو توغندی چې د یمن له لوري د اسراییلو پر لور توغول شوی و، شنډ کړی دی. د دوی په وینا، د برید مسوولیت ایران پلوه حوثي یاغیانو منلی.
د اسراییل پوځ ویلي چې د برید پر مهال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د هوايي بریدونو د خطر زنګونه کړنګېدلي.
د حوثیانو ویاند یحیی سریع ویلي چې دوی دغه توغندی تل ابیب ته نږدې د بن ګوریون هوايي ډګر پر لور توغولی.
د رویټرز د رپوټ له مخې، د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې چې د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه پیل شوې، حوثیانو له یمن نه په پرلپسې ډول د اسراییل پر لور توغندي توغولي، چې د دوی په وینا دا بریدونه د فلسطینیانو د ملاتړ په موخه ترسره کېږي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې متحده ایالات به نور د یمن حوثیان نه بمباروي، ځکه د عمان په منځګړیتوب یو اوربند شوی او حوثیانو منلې چې نور به د امریکا پر بېړیو برید نه کوي. خو په دې موافقه کې اسراییل نه دی شامل شوی.