د می پر شلمه کورسک سیمې ته د سفر پرمهال د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین چورلکه نږدې وه چې د اوکراین د ډرون یا بېپیلوټه الوتکو د یوه لوی برید په مرکز کې واقع شي. د روسیې د هوايي دفاع قوماندان یوري داشکین وايي، د ولسمشر چورلکه د برید پر مهال د عملیاتو مرکز ته ډېره نږدې وه.
د تاس اژانس د رپوټ له مخې، داشکین د روسیا-۲۴ تلویزیوني شبکې سره په یوه مرکه کې وویل، «[د روسیې ولسمشر هیلیکوپتر] تقریباً د دښمن د پراخو بېپیلوټه بریدونو د دفعې د مرکز په منځ کې و. د اعلی قوماندان د الوتکې د الوتنې پر مهال د کورسک د سیمې په فضا کې د برید شدت زیات شو. له همدې امله موږ یو وخت د هوايي دفاع جګړه پر مخ وړله او بل پلو مو د ولسمشر د هلیکوپتر د الوتنې خوندیتوب ټینګاوه».
هغه زیاته کړې چې ټاکل شوی ماموریت بشپړ شوی او «د دښمن بېپیلوټه بریدونه دفع شول او ټول هوايي هدفونه له منځه یووړل شول».
پوتین د مې پر۲۰مه کورسک سیمې ته سفر کړی و.
نوموړي هلته له رضاکارانو، د ښارونو له چارواکو او له سرپرست والي الکساندر خینشټین سره ولیدل.