جروزالم پوسټ ورځپاڼې د څو باوري سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د برېتانیا، فرانسې او المان لوړپوړو چارواکو د ټرمپ حکومت ته خبرداری ورکړی، چې ایران په قصدي توګه د اټومي خبرواترو د اوږدېدو هڅه کوي.
په راپور کې د یادو چارواکو له قوله لیکل شوي، چې ایران د مذاکراتو په اوږدولو سره غواړي د هوکړې د نه کېدو په صورت کې د ملګرو ملتونو د بندیزونو له بیا پلي کېدو مخنیوی وکړي.
په دې راپور کې ویل شوي چې اروپایي هېوادونو امریکا ته ویلي، باید د خبرو اترو لپاره یو مشخص مهالوېش وټاکل شي، کنه تهران به د خبرو بهیر وځنډوي، څو د امریکا او اروپا ترمنځ اختلاف رامنځته کړي او د بندیزونو د اتوماتیک بیا پلي کېدو د ماشې له مېکانېزم څخه د استفادې مخه ونیسي.
دا په داسې حال کې ده، چې له څو اوونیو راهیسې د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي وسلو په تړاو مذاکرات روان دي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستۍ خبرې اترې د عمان په منځګړتوب په ایټالیا کې وشوې.