د سوریې د لنډمهالي حکومت مشر احمد الشرع ترکیې ته په یوه ناڅاپي سفر کې د دغه هېواد له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وکتل.
په دې لیدنه کې رجب طیب اردوغان د سوریې د بندیزونو د لرې کولو هرکلی وکړ.
په راپورونو کې د دې خبرو محور د ترکیې او سوریې تر منځ دفاعي هوکړه بلل شوې ده.
ویل کېږي، چې د سوریې د نویو پوځي ځواکونو روزنه او په سوریه کې د ترکیې د هوايي اډو ځای پر ځای کول د دې هوکړې له مهمو مادو څخه دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سعودي عربستان ته د خپل سفر په دویمه ورځ په ریاض کې د سوریې د لنډمهالي حکومت له مشر احمد الشرع سره تر هغه وروسته ولیدل، چې پر دې هېواد یې د بندیزونو د لرې کولو اعلان وکړ.