روسیې د مې په ۲۵ د اوکراین په پلازمېنې کییف او نورو اوکرایني سیمو ګڼ بریدونه کړي.
په دغه بریدونو کې د مرګژوبلی پخلی هم شوی دی، خو تر اوسه دقیق ارقام نه دي خپاره شوي.
د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو رسنیو ته ویلي، چې تر اوسه پورې په کییف کې د اوو کسانو د ټپي کېدو راپور ورکړل شوی دی.
د اوکراین هوايي ځواک خبرداری ورکړی، چې روسیې د څو سیمو په لور د بې پیلوټه الوتکو څپې پیل کړي او د نیمې شپې څخه لږ مخکې یې د بالسټیک توغندیو خبرداری هم خپور کړ.
د سیمه ییزو چارواکو او د سوسپیلن خبري اژانس په وینا، د شپې په اوږدو کې په کییف، اوډیسا، دنیپرو، میکولیف، سومي، کونوټوپ او خارکیف کې د چاودنو راپور ورکړل شوی.
د کیف ښار د پوځي ادارې مشر، تیمور تکاچینکو وویل، چې پلازمېنه بیا تر برید لاندې ده او اوسېدونکو ته یې سپارښتنه کړې، چې ځانونه خوندي کړي.