په غزه کې د اسراییل په برید کې د ډاکټرانو د یوې واده شوې جوړې ۹ ماشومان ووژل شول

AP ۱۴۰۴ غبرگولی ۳

د غزې د ملکي دفاع ادارې د شنبې په ورځ وویل، چې د سوېلي ښار په خان یونس کې د اسراییل په برید کې د ډاکټرانو د یوې واده شوې جوړې نهه ماشومان ووژل شول.

د اسراییل پوځ ویلي، چې دوی د راپورونو بیا کتنه کوي.

د ادارې ویاند محمود بسال ویلي، چې د ملکي دفاع په عملیاتو کې د نهو ماشومانو جسدونه چې ځینې یې سوځېدلي وو، د ډاکټر حمدي النجار او د هغه د میرمنې، ډاکټر علاء النجار له کور څخه لېږدولي، چې ټول د دوی ماشومان وو.

د نوموړي په وینا، پلار او یو بل زوی یې هم د جمعې په ورځ په برید کې سخت ټپیان شوي دي.

نور خبرونه

رادیو