د پاکستان پوځ او د کورنیو چارو وزارت چارواکو ادعا کړې، چې په بلوچستان کې وروستی برید د هند د استخباراتي ادارې تر مشرۍ لاندې شوی. دوی وایي، هند د سندور عملیاتو له ناکامۍ وروسته په بلوچستان کې خپل نیابتي ډلې فعالې کړې دي.
د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف او د کورنیو چارو وزارت مرستیال افتاب دراني د یوه ګډ خبري کنفرانس پر مهال، د بلوچستان په خضدار کې د پاکستان د پوځي اکاډمۍ د زدهکوونکو پر بس د شوې چاودنې په غبرګون کې ادعا وکړه چې هند د پاکستان په ناامنیو کې لاس لري.
دوی یوځل بیا پر هند تور پورې کړ، چې د بلوچستان په خضدار کې د ماشومانو پر بس برید د هند د استخباراتي ادارې تر مشرۍ لاندې ترسره شوی دی.
افتاب دراني وایي: «هند د سندور عملیاتو له ناکامۍ وروسته خپلې پراکسي ډلې د بلوچستان په ناامنیو کې ښکېلې کړې دي. د پاکستان حکومت به دغه ترهګریزې شبکې له منځه یوسي، عاملین به عدالت ته راکاږي، او جدي اقدامات به ترسره کړي.»
هممهاله، د پاکستان د پوځ ویاند وایي چې هند د سیمهییز ثبات د خرابولو هڅه کوي. نوموړی ادعا کوي چې هند په بېلابېلو وختونو کې د بلوچستان په نوشکي، تمپ، هرنايي او لسبیله سیمو کې بریدونه، پر جعفر ایکسپریس او ګاردي برید، او دوه ورځې وړاندې په خضدار کې د ماشومانو پر بس شوي برید کې لاس لري.
د بلوچستان په خضدار کې د پاکستان د پوځي اکاډمۍ د زدهکوونکو پر بس باندې دوه ورځې وړاندې چاودنه وشوه، چې له امله یې شپږ ماشومان وژل شوي او نږدې ۵۰ نور ټپیان شوي دي.