د ګډو ګټو لرونکو هېوادونو د ترهګرۍ ضد مرکز مرستيال سرګي زوبکوف ويلي، چې داعش د نوې ټېکنالوژۍ له لارې خپل تبليغاتي فعاليتونه مخته وړي.
د نوموړي په وينا، دغه ترهګرې ډلې د مصنوعي ځيرکتيا کارول پيل کړي دي.
سرګي زوبکوف زياته کړه، چې د داعش خراسان څانګه او د القاعده ترهګرې ډلې پلويان اوس په فعال ډول د مصنوعي ځيرکتيا له ټېکنالوژۍ څخه په خپلو تبليغاتو کې کار اخلي.
نوموړي د امنيتي ادارو د تېر کال څېړنو له مخې وويل، چې په ۲۰۲۴ کال کې د ترهګريزو ډلو په تبليغاتي تګلاره کې نوې بدلونونه راغلي دي.
زوبکوف وويل: «داعش، خراسان څانګه او القاعده اوس په پراخه توګه له مصنوعي ځيرکتيا څخه ګټه اخلي.»
زوبکوف دغه څرګندونې د روسیې په کراسنویارسک ښار کې د ترهګرۍ ضد غونډې پر مهال وکړې.
هغه خبرداری ورکړ، چې په انټرنېټ کې د ترهګريزو مفکورو د تبليغاتو له زياتېدو سره، د ګډو ګټو لرونکو هېوادونو پر ضد ترهګريز ګواښونه هم ډېر شوي دي.
د ګډو ګټو هېوادونو د ترهګرۍ ضد مرکز مرستيال وويل، چې د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې د اطلاعاتو په برخه کې ډېره فعاله ده.
د روسیې د ټاس دولتي خبري اژانس د زوبکوف له قوله لیکلي: «داعش له يوې سيمه ييزې ترهګرې ډلې څخه اوس يوه داسې سازمان ته اوښتی چې پراخې استخباراتي وړتياوې لري او دا له دې امله ده، چې دوی د معلوماتي او مخابراتي ټېکنالوژۍ څخه په ماهرانه ډول د خپلو ګټو لپاره استفاده کوي.»
د روسيې ۱۹مه ځانګړې ناسته چې د «ترهګرۍ ضد» تر سرليک لاندې جوړه شوې، د مې له ۲۲مې تر ۲۴مې نېټې پورې به د کراسنویارسک ښار کې دوام ولري.
په دې ناسته کې د ترهګريزو مفکورو پر وړاندې د مبارزې اړوند موضوعات تر بحث لاندې نيول کېږي.