ترکي پولیسو ۶۳ پوځیان د فتح‌الله ګولن شبکې سره د اړیکې په تور ونیول

AP ۱۴۰۴ غبرگولی ۲

ترکیې پولیسو ۶۳ پوځیان د ممنوعه فېتو ډلې سره د تړاو په تور نیولي دي. دا شبکه چې د فتح‌الله ګولن پورې تړاو لري، د ۲۰۱۶ کال د ناکامې کودتا اصلي عامل بلل کېږي.

د ترکیې څارنوالۍ ویلي، نیول شوي کسان د پوځ، سمندري ځواک، هوایي ځواک او ژاندارمري غړي دي، چې د تلیفوني تماسونو له لارې یې اړیکې ثابتې شوي دي.

د ترکیې حکومت فېتو ډله لا هم د هېواد د اساسي قانون او ملي امنیت لپاره ستر ګواښ ګڼي.

نور خبرونه

رادیو