په هامبورګ کې د چړې برید؛ په ۱۲ ټپیانو کې د درېیو وضعیت نازک دی

AP ۱۴۰۴ غبرگولی ۲

د جرمني د هامبورګ ښار د اورګاډي په یوه تم‌ځای کې د چړې په برید کې لږترلږه ۱۲ کسان ټپیان شوي دي.دا پېښه د جمعې په ماښام شوې او پولیس وايي چې بریدګر نیول شوی دی.

د جرمني چارواکو په وینا، د ټپیانو له ډلې نه د درېیو کسانو وضعیت نازک دی، درې نور شدید ټپیان او شپږ نور بیا ډېر کم ټپیان شوي دي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د دغه برید لامل لا تر اوسه روښانه نه دی او په تړاو یې څېړنې روانې دي.

د هامبورګ پولیسو په اېکس‌پاڼه کې اعلان کړی چې د برید د راپور له ترلاسه‌کېدو وروسته، امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او بریدګر یې نیولی دی.

د نیول شوي کس د هویت په تړاو څه نه دي ویل شوي.

پولیسو له خلکو غوښتي چې له اټکلونو ډډه وکړي او رسمي معلوماتو ته په تمه شي.

دې پېښې په جرمني کې د ترانسپورتي تم‌ځایونو کې د امنیت په تړاو د خلکو اندېښنې راپورته کړې دي.

نور خبرونه

رادیو