د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وايي، هېواد یې چمتو دی چې له طالبانو سره خپلې اړیکې ښې کړي، خو دا پرېکړه به له ټولو خواوو سره تر ارزونې او سلا-مشورې وروسته وشي.
د پولیټکو رسنۍ د راپور پر بنسټ، ډار په اسلاماباد کې د پنجنشبې په ورځ خبریالانو ته ویلي: «موږ به له ټولو ښکېلو اړخونو سره سلا-مشوره وکړو، اړینې ارزونې به ترسره کړو او ټولې ګټې او زیانونه به په پام کې ونیسو.»
دا څرګندونې وروسته تر هغه کېږي چې د چین د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې پاکستان او افغانستان د اړیکو د ښهوالي او سفیرانو تبادلې ته چمتووالی ښودلی دی. دا پرېکړه په بیجېنګ کې د یوې غېررسمي درې اړخیزې غونډې پرمهال شوې. په دې غونډه کې د چین د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم ګډون درلود.
د درېیو واړو هېوادونو چارواکو په دې غونډه کې هوکړه کړې چې د ګډو ګواښونو، په ځانګړې توګه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې به همکاري کوي. د اسحاق ډار په وینا، طالبانو، چین او پاکستان هوکړه کړې چې د ټيټيپي، ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، بلوڅ بېلتونغوښتونکو، او مجید بریګیډ پر وړاندې به ګډه مبارزه کوي.
ډار زیاته کړې چې د پاکستان، چین او افغانستان په خاوره کې هېڅ ډول ترهګریز فعالیت د منلو نهدی او په وینا یې، که چیرې کوم برید له طالبانو سره په همغږۍ ترسره کېږي نو دا به هېڅکله د منلو نه وي.
نوموړي همداراز ویلي چې کابل ته یې وروستی سفر ګټور و او طالبانو د ترهګرو ډلو د مخنیوي لپاره ځینې ګامونه پورته کړي دي، خو ډار په دې تړاو بشپړ جزيیات وړاندې نهکړل.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې له افغانستان سره د اړیکو ښهوالی شونی دی، خو د طالبان باید ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر خلاف نه کارول کېږي.