ملګري ملتونه: سختو شرایطو روهینګیايي کډوال خطرناکو سمندري سفرونو ته اړ کړي

AP ۱۴۰۴ غبرگولی ۲

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې خبرداری ورکړی، چې په میانمار او بنګله دېش کې د سختو بشري شرایطو له امله د روهینګايي کډوالو زیاته برخه د خوندي ژوند په لټه کې خطرناکو سمندري سفرونو ته مخه کړې.

ملګرو ملتونو ویلي، چې د همدې میاشتو په لومړیو کې د دوو کښتیو ډوبېدو په پېښه کې ۴۲۷ روهینګیايي کډوالو مړه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د راپور له مخې د می میاشتې په ۹ـ۱۰مه نېټه ددوو کښتیو ډوبیدو په پېښه کې د ۵۱۴ کسانو له ډلې یوازې ۸۷ کسان ژوغورل شوي او ۴۲۷ کسان مړه ګڼل کیږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یاده پېښه په روان کال کې تر ټولو ستر ناورین بللی او وايي، روهینګايي مسلمان کډوال په میانمار او بنګله دېش کې د ډیر بد بشري وضعیت له امله د خپل ژوند ژغورلو لپاره خطرناک سمندري سفرونه کوي.

د ملګرو ملتونو د اسیا څانګې مشره های کیونګ جن وايي:« د روهینګیايي کډوالو بشري وضعیت له مخکې نه هم خراب و، خو اوس د مرستو کمښت دا حالت نور هم خراب کړی دی. خلک د بارانونو د موسم په منځ کې چې سمندر ډیر خطرناک وي، د تېښتې هڅې کوي، ځکه نور د ژوند هیله ورڅخه اخیستل شوې.»

ملګري ملتونه غوښتنه کوي، چې د روهینګیاي کډوالو د ثبات لپاره دې بنګله دېش، میانمار او نورو کوربه هېوادونو سره مالي مرستي وشي.

نور خبرونه

رادیو