ټرمپ: د روسیې او اوکراین ترمنځ د زندانیانو تبادله بشپړه شوې او ژر به عملي شي

AP ۱۴۰۴ غبرگولی ۲

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ وویل، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د زندانیانو یوه لویه تبادله بشپړه شوې ده.

ټرمپ په خپله ټولنیزه پاڼه لیکلي: «د روسیې او اوکراین ترمنځ د زندانیانو یوه لویه تبادله اوس بشپړه شوه. دا به ژر عملي شي. دواړو خواوو ته دې مبارکي وي. ښایي دا یو ستر تحول ته لاره پرانیزي.»

اوکراین تېره ورځ روسیې ته د ۱۰۰۰ بندیانو نوملړ سپارلی و. روسیې او اوکراین د روانې میاشتې په لومړیو کې په استانبول کې، له درې کلن ځنډ وروسته، په لومړي ځل مخامخ خبرې وکړې او د زندانیانو د تبادلې پر سر یې هوکړه وکړه.

نور خبرونه

رادیو