په غزه کې د ماشومانو په ګډون ۲۹ تنه د لوږې له امله مړه شوي

AP ۱۴۰۴ غبرگولی ۲

د روغتیا نړۍوال سازمان (ډبلیو اېچ او) ویلي، چې په غزه کې د سختې لوږې له امله ۲۹ تنه مړه شوي، چې ماشومان هم په کې شامل دي.

دغه سازمان زیاته کړې، چې شاوخوا دوه میلیونه فلسطینیان د غزې په بېلابېلو سیمو کې له سختې لوږې سره مخامخ دي.

اسراییل د مارچ میاشتې په پیل کې له لنډمهاله اوربند وروسته، پر غزه خپله محاصره یو ځل بیا ټینګه کړه او له هغې را وروسته يې هلته د بشري مرستو د ننوتو مخه نیولې ده.

تر ۱۱ اوونیو ځنډ وروسته، راپورونه وايي چې د پنجشنبې په ورځ یو شمېر د مرستو بار بار وړونکې موټرې غزې ته ننوتې دي.

تر دې وړاندې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر خبرداری ورکړی و، که چېرې بشري مرستې غزې ته ونه رسېږي، شاوخوا ۱۴ زره نوي زیږېدلي ماشومان به د لوږې له امله مړه شي.

په ورته وخت کې، د لوږې څخه یوې بلې څارونکې ادارې هم ویلي، چې په غزه کې شاوخوا ۵ لکه تنه له لوږې سره لاس او ګرېوان دي.

ملګرو ملتونو همداراز ویلي، چې د تېرې چارشنبې په شپه شاوخوا ۹۰ د مرستو بار لارۍ د کرم شالوم له لارې غزې ته داخلې شوې دي.

خو دغه سازمان ټینګار کړی، چې دا مرستې د غزې د پراخو اړتیاوو د پوره کولو لپاره هېڅ ډول بسنه نه کوي.

نور خبرونه

رادیو