د روسیې دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د می په ۲۲مه ادعا وکړه چې هغه پوځ ته امر کړی چې د اوکراین سره د پولې په اوږدو کې د "امنیتي بفر زون" جوړول پیل کړي.
دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه کیږي چې پوتین د کرسک اوبلاست ته خپل لومړی سفر وکړ، په دې سرحدي سیمه کې تیر دوبی د اوکراین ځواکونو یرغل پیل کړ و. پداسې حال کې چې کریملین ادعا کوي چې دا سیمه یې په بشپړه توګه ازاده کړې، اوکراین وايي چې عملیات په کرسک کې روان دي.
پوتین د حکومتي چارواکو سره په یوه ویډیو کنفرانس کې وویل: "ما دمخه ویلي دي چې د پولې په اوږدو کې د اړین امنیتي بفر زون جوړولو پریکړه شوې ده."
نوموړي وویل:"زموږ وسله وال ځواکونه اوس مهال دا ستونزه حل کوي."