ایران وايي که امریکا د یورانیمو غني کول ودروي نو هیڅ اټومي تړون ممکن نه دی

AP ۱۴۰۴ غبرگولی ۱

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، که امریکا غواړي چې د ایران د یورانیمو غني کول ختم کړي، نو هیڅ اټومي تړون به شتون ونلري.

دا خبره د دواړو هېوادونو ترمنځ د جمعې په ورځ په ایټالیا کې د پنځم پړاو خبرو اترو په جریان کې وشوه.

د یورانیمو غني کول د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو یو مهم جنجالي ټکی پاتې شوی دی.

واشنګټن داسې یوه هوکړه غواړي چې له مخې یې تهران د تل لپاره د یورانیمو غني کول پای ته ورسوي؛ خو ایران ټینګار کوي، چې د دې پروسې د دوام حق لري.

مخکې، سپینې ماڼۍ ویلي و، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو «له ایران سره د یوې احتمالي معاملې په اړه بحث کړی، چې ولسمشر باور لري په سم لوري روان دی.»

د مطبوعاتي دفتر ویاندې کارولین لیوېټ، وویل، چې ټرمپ باور لري دا هوکړه دوه پایلې لرلی شي: «یا به په یوه مثبت دیپلوماتیک حل پای ته ورسېږي او یا به د ایران لپاره په یوه ډېره منفي پایله تمامه شي.»

نور خبرونه

رادیو