د ټرمپ په مشرۍ د متحدهایالاتو حکومت د هارورډ پوهنتون لپاره د بهرنیو محصلانو د شاملېدو نوملیکنه بنده کړه. د امریکا د کورني امنیت وزارت په وینا، دا پرېکړه تر هغه وروسته کېږي چې یاد پوهنتون د بهرنیو محصلانو د چلند په تړاو دغه وزارت ته د معلوماتو له ورکړې ډډه وکړه.
د سياېناېن خبري ټلوېزیوني شبکې د راپور پر بنسټ، هارورډ پوهنتون نور نهشي کولای نوي بهرني محصلان ومني او اوسني بهرني محصلان هم باید نورو علمي ادارو ته ولېږدول شي. که داسې و نهشي، نو په متحده ایالاتونو کې به د هغوی د استوګنې قانوني حق لهمنځه لاړ شي.
همداراز، د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټې نویم دغه پوهنتون تورن کړی چې په درسي چاپېریال کې یې ناامنه او د یهودیانو ضد فضا رامنځته کړې او داسې پالیسۍ عملي کوي چې د هغې په وینا، «تبعیضي» بڼه لري.
ورتهمهال، سپینې ماڼۍ ویلي چې د بهرنیو محصلانو منل «یو امتیاز دی، نه حق» او هغه پوهنتونونه چې د دولت له نظره د دغه هېواد د ملي ګټو پر خلاف چلند کوي، باید د دې چلند پایلې ومني.
اوس مهال، د هارورډ پوهنتون نږدې ۲۷ سلنه محصلان بهرنیان دي. د دغه پوهنتون کڼ شمېر استادان اندیښمن دي چې دا پرېکړه به په امریکا کې د پوهنتون او لوړو زدهکړو پر اکاډمیک کیفیت ډېرې منفي اغېزه وکړي.