په هرات ولایت کې د طالبانو د والي دفتر خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د ماشومانو لپاره د تالاسمیا (د وینې سرطان) ناروغۍ د درملنې لپاره جوړ شوی روغتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په خبرپاڼه کې د طالبانو د عامې روغتیا سرپرست په حواله لیکل شوي، چې ډېر ژر به دغه روغتیایي مرکز تجهیز کړي او ورته به تشکیل منظور کړي.
دارنګه په خبرپاڼه کې د هرات لپاره د طالبانو د والي مولانا اسلامجار له حوالې راغلي، چې د دغه روغتون سره به د وینې په سرطان د اخته ماشومانو د درملنې لپاره د ځای ستونزه حل شي.