جاپان کې یو ټکسي چلوونکی پر ۵۰ ښځو د جنسي تېري په تور نیول شوی

AP ۱۴۰۴ غبرگولی ۱

جاپاني پولیس وايي، یو ۵۴ کلن پخوانی ټکسي چلوونکی یې د ۵۰ ښځینه مسافرېنو د نشه کولو او پر هغوی د جنسي تېري په تور نیولی، چې د رسنیو د راپورونو له مخې، ښايي تر دې ډېرې ښځې د دغه سړي قربانیانې وي.

د راپورونو له مخې، پولیسو د نیول شوي کس له تلیفون، کمپیوټر او نورو وسایلو څخه شاوخوا ۳۰۰۰ ویډیوګانې او انځورونه ترلاسه کړي، چې ښيي هغه په خپل موټر یا کور کې شاوخوا ۵۰ ښځې جنسي ځورولې دي.

پولیس وايي، دغه سړي تېر کال یوه شل کلنه نجلۍ د خوب ګولیو په وسیله بې‌هوښه کړې، خپل کور ته یې وړې او هلته یې پرې تېری کړی، چې ویډیو یې هم ثبت کړې وه. د رسنیو د راپور له مخې، د دغې نجلۍ په وېښتو کې د خوب ګولیو نښې هم موندل شوې.

نیول شوی کس د "ناسمې جنسي اړیکې" او "د جنسي ویډیو ثبت د قانون سرغړونې" په تور نیول شوی دی.

راپورونه زیاتوي چې نوموړي په تېر اکتوبر میاشت کې هم د یوې بلې ښځې د نشه کولو او د ۴۰ زره ین (شاوخوا ۲۸۰ډالرو) د غلا په تور هم نیول شوی و، خو وروسته خوشی شوی و. بیا د ډسمبر په میاشت کې یو ځل بیا د جنسي تېري په تور نیول شوی دی.

پولیسو د موضوع په اړه لا نور تحقیقات پیل کړي او امکان شته چې د قربانیانو شمېر نور هم لوړ شي.

نور خبرونه

رادیو