د اوبو په سر د هند او پاکستان ترمنځ د ناندریو پر دوام؛ پاکستان هند تورن کړی، چې نیلم سېند ته یې د کشن ګنګا بند څخه بهېدونکې اوبه بندې کړې دي.
پاکستاني رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی، چې د هند د دغه اقدام له امله په نیلم سیند کې د اوبو بهیر د معمول پرتله ۴۰ سلنه کم شوی دی.
په راپور کې راغلي، چې هند د وروستیو کړکېچونو په ترڅ کې پاکستان ته د کشن ګنګا بند اوبه خوشې کړې وې.
پاکستان ادعا کوي، چې هند ورته د اوبو د بشپړ بندولو په موخه د چناب سیند سره د بیاس او راوي سیندونو د نښلولو پروژو چارې ګړندۍ کړې دي.
هند لا په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې د دغه هیواد لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي، چې اوبه او وینه یو ځای نه شي بهېدلی.