یوې سرچینې العربیه انګلسي ته ویلي چې د امریکا دوه لوړ پوړي ډیپلوماټان به د ایران سره د خبرو اترو په راتلونکي پړاو کې د ګډون لپاره روم ته سفر وکړي،سرچینې ویلي هم مهاله ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره د احتمالي معاملې په اړه هم خبرې کوي.
سرچینې په یوه بیان کې وویل: "لوړ پوړی سلاکار او ځانګړی استازی سټیو ویټکاف او د پالیسۍ پلان جوړونکي مایکل انتون به د جمعې په ورځ روم ته سفر وکړي ترڅو له ایران سره د پنځم پړاو خبرې اترې وکړي. تمه کیږي چې خبرې اترې به مستقیم او غیر مستقیم وي، لکه څنګه چې په تیرو پړاوونو کې وې،"
د عمان لوړ پوړي ډېپلومات او ایران د چهارشنبې په ورځ تایید کړه چې راتلونکی پړاو به د جمعې په ورځ ترسره شي.