د ټرمپ ادارې له قطر څخه د ۴۰۰ میلیون ډالرو الوتکې ډالۍ ومنله

AP ۱۴۰۴ غبرگولی ۱

د امریکا د دفاع وزارت ویلي، چې د ډونالډ ټرمپ ادارې په رسمي ډول د قطر حکومت له‌خوا مرسته شوې یوه لوکس «بوینګ ۷۴۷» الوتکه منلې ده او پلان لري، چې له ترمیم وروسته یې د ولسمشرۍ د نوې الوتکې (ایر فورس ون) په توګه وکاروي.

دغه الوتکه، چې د خپلو ښایسته تجهیزاتو له امله «اسماني ماڼۍ» نومول شوې، ټاکل شوې چې د پنټاګون تر څارنې لاندې بیا ډیزاین شي او د ولسمشرۍځانګړو امنیتي تجهیزاتو سره سمبال شي.

د راپورونو له مخې، دا چاره ښايي تر ۱ میلیارد ډالرو پورې لګښت ولري.

نور خبرونه

رادیو