په یوناما کې یوې باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته خبر ورکړی چې له تېرو څو ورځو راهیسې په کابل کې د طالبانو استخباراتو لهخوا د دغه نړۍوال بنسټ ښځینه کارکوونکو ته د پرلهپسې ګواښونو له امله د هغوی حضوري فعالیت تر نامعلومې نېټې پورې ځنډېدلی دی.
سرچینې د پنجشنبې په ورځ (غبرګولي ۱) زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما د طالبانو له دغه ګواښ وروسته خپلو ښځینه کارکوونکو ته ویلي چې تر بلې خبرتیا او د ستونزې تر حل پورې په خپلو کورونو کې پاتې شي او دندو ته له ورتګ نه ډډه وکړي. د سرچینې په خبره، له پرون راهیسې د یوناما ښځینه کارکوونکې دندو ته نه دي تللي.
د یوناما په منځ کې دغې باوري سرچینې د نوم نهښودلو په شرط زیاته کړې چې د استخباراتو په نوم د طالبانو یو شمېر جنګیالیو د دغه دفتر ښځینه کارکوونکو ته ګواښ کړی چې نور خپلو دندو ته لاړې نهشي.
د سرچینې د معلوماتو لهمخې، د یوناما ښځینه کارکوونکې خپلو کورونو ته تګ او دندو ته راتګ پرمهال د کابل ښار په پنځو یا شپږو نقطو کې د طالبانو لهخوا څارل شوي او دا سپارښتنې په جدي ډول ورته شوې دي.
دې سره جوخت، په یوناما کې یوې افغان ښځینه کارکوونکې هم افغانستان انټرنشنل-پښتو ته دا موضوع منلې ده.
د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته زیاته کړې چې طالب جنګیالیو په شفاهي ډول دغه اقدام کړی، خو یاد نړۍوال بنسټ تر اوسه په رسمي ډول په دې تړاو کوم غبرګون نهدی ښودلی. طالبانو هم په رسمي ډول په دې تړاو څه نه دي ویلي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ښځو پر حقونو پراخ محدودیتونه ولګول شول. دوی د زدهکړې، کار، ازاد تګ راتګ او سیاسي مشارکت په ګډون له خپلو ټولو بنسټیزو حقونو نه محرومې شوې دي. د ملګرو ملتونو، بشري حقونو بنسټونو او نړۍوالو ادارو لهخوا د ښځو پر وړاندې د طالبانو روان چلند «جنسیتي اپارټایډ» بلل کېږي.