پاکستاني رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی، چې پاکستان تر یوې بلې میاشتې پورې د هندي الوتکو پرمخ د دغه هېواد د هوايي حریم د تړلو پرېکړه کړې ده.
پاکستان تر دې وړاندې (د اپرېل په ۲۴مه) د هندي الوتکو لپاره خپل هوايي حریم د یوې میاشتې لپاره تړلی و.
په راپور کې راغلي، د هند هوايي شرکتونو د هوايي حریم بندېدو له امله په تېرې یوې میاشتې کې ۸ میلیارده روپۍ تاوان کړی، چې یوازې ۵ میلیارده روپۍ یې د تېلو په برخه کې او ۳ میلیارده روپۍ بیا د اوږد واټن له امله د تمځایونو په برخه کې تاوان کړی دی.