د ایران ستر مذهبي مشر علي خامنهیي وایي، چې هغه باور نه لري، چې د امریکا او ایران تر منځ به خبرې اترې کومې پایلې ته ورسېږي.
خامنهیي زیاته کړه، چې د ابراهیم رییسي په دوره کې له امریکا سره غیر مستقیم خبرو اترو هم کومې پایلې نه درلودې.
د ایراني رسنۍ انتخاب د راپور له مخې، هغه د ابراهیم رییسي د وژنې د تلین په مراسمو کې وویل: «زه نه پوهیږم چې څه به پیښ شي.»
هغه امریکا ته په اشارې سره وویل: «دا یوه لویه تېروتنه ده چې دوی وایي موږ به ایران ته اجازه ورنه کړو چې یورانیم غني کړي. هیڅوک د دې یا هغې لپاره د اجازې په تمه نه دي.»