اوکراین له اروپايي ټولنې نه پر روسیې د سختو بندیزونو لګېدو غوښتنه کوي

AP ۱۴۰۴ غویی ۳۱

رویټرز خبري اژانس راپور ورکوي، چې ټاکل شوې اوکرایني چارواکي راتلونکې اوونۍ اروپایي ټولنې ته یو پلان وړاندې کړي، چې په‌کې له یادې ټولنې نه د روسیې پر وړاندې د سختو بندیزونو غوښتنه شوې ده.

دا پلان په داسې مهال وړاندې کېږي، چې د ټرمپ په مشرۍ امریکايي دولت پر مسکو د نویو بندیزونو له لګېدو نه ډډه کړې ده.

په یوه ۴۰ مخییز وړاندیز کې چې ډېر ژر به اروپايي ټولنې ته وسپارل شي، اوکراین تر بندیزونو لاندې د روسي اشخاصو شتمنۍ د ضبط‌ېدو او اوکراین ته د هغې د لېږدولو غوښتنه کړې ده.

په دغه پلان کې د چین او هند په ګډون د هغو هېوادونو پر وړاندې د بندیزونو غوښتنه شوې، چې د روسیې تېل پېري.

اوکراین اندېښمن دی، چې که امریکا بندیزونه کم کړي نو په دې برخه کې به د اروپا یووالي ته هم زیان ورسوي.

له دې سره، ځینو اروپایي هېوادونو په ځانګړي ډول برېټانیا او د اروپایي اتحادیې غړو، د سې شنبه په ورځ پر روسیې نوي بندیزونه ولګول او ټینګار یې وکړ، چې ان د امریکا له همکارۍ پرته به هم پر مسکو فشار ته دوام ورکړي.

اوکراین په دغه پلان کې له اروپایي ټولنې غواړي، چې د بندیزونو په تړاو د پرېکړې کولو لپاره د اکثریت د رایو ورکولو له لارې کار واخلي، څو یو هېواد ونه‌شي کولای ټول بهیر ودروي.

اوکرایني چارواکي وايي، چې د امریکا له‌خوا د بندیزونو کمېدل به د لوېدیځو هېوادونو پر یووالي لوی ګوزار وي، خو باید پر روسیې د اروپا فشار کم نه‌کړي.

که څه هم د بندیزونو په برخه کې د امریکا اقتصادي رول د ډالر د نړۍوال ځواک له امله ډېر مهم دی، خو کارپوهان وايي چې که اروپا متحده پاتې شي، بیا هم کولای شي د روسیې د سیاستونو په کنټرول کې اغېزمن رول ولوبوي.

د امریکا د سیاستونو بدلون، په ځانګړي ډول د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا د نویو بندیزونو نه‌لګول، د اوکراین او اروپايي هېوادونو اندېښنې زیاتې کړي.

هغوی وېره لري، چې که واشنګټن له بندیزونو شاته شي، دا به د لوېدیځو هېوادونو ګډ دریځ او فشار اغېزمنتیا کمزورې کړي.

نور خبرونه

رادیو