کریملین ماڼۍ: له اوکراین سره د هوکړې لپاره کومه وروستۍ نېټه نه شي ټاکل کېدی

AP ۱۴۰۴ غویی ۳۰

د کریملین ماڼۍ ویاند دیمیتري پیسکوف وایي، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ سوله او اوربند پیچلی دی او د هوکړې د یادښت لپاره هیڅ وروستۍ نېټه نه شي ټاکل کېدی.

ښاغلي پیسکوف په یوې خبري غونډه کې وویل: «هیڅ وروستۍ نیټه نشته او نه هم کیدی شي. دا څرګنده ده چې هر څوک غواړي دا هوکړه ژر تر ژره ترسره کړي، خو پیچلتیا په جزیاتو کې ده.»

هغه زیاته کړه: «مسودې به د روسیې او اوکراین د دواړو خواو له‌خوا چمتو شي، د مسودې اسناد به تبادله شي، او بیا به د یو واحد متن د پراختیا لپاره تماسونه ونیول شي.»

نور خبرونه

رادیو