سي اېن اېن شبکې د امریکایي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې تازه معلومات ښيي چې اسراییل د ایران پر اټومي تاسیساتو د احتمالي برید لپاره چمتووالی نیسي.
دغو چارواکو خبرداری ورکړی، چې د امریکا د حکومت دننه د اسراییل د احتمالي اقدام په اړه جدي اختلافنظرونه موجود دي.
سي اېن اېن د امریکا له استخباراتي معلوماتو د یوې باخبرې باوري سرچینې له قوله لیکلي: «په وروستیو میاشتو کې د اسراییل له لوري د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید احتمال د پام وړ زیات شوی دی.»
د سرچینې په خبره، که چېرې د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د ایران او امریکا ترمنځ مذاکرات بې پایلې پایته ورسېږي، د برید احتمال بیا زیاتوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم امریکایي او اسراییلي چارواکو خبرداری ورکړی و، چې که له ایران سره خبرې بې پایلې پای ته ورسېږي، نو پوځي ګزینې ته به مخه کړي.