سوریې د «ښه نیت» په توګه د یوه اسراییلي جاسوس ارشیف اسراییل ته وسپاره

AP ۱۴۰۴ غویی ۳۰

رویټرز د درېیو باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د احمد الشرع په مشرۍ د سوریې لنډمهالې ادارې په سوریه کې د ۱۹۶۰ کال د اعدام شوي اسراییلي جاسوس، اېلي کوهن اسناد او شخصي وسایل اسراییل ته سپارلي دي.

رویټرز خبري اژانس د سې‌شنبې په ورځ (د مې ۲۰مه) د خپلو سرچینو په حواله د دغه اقدام موخه له اسراییل سره د تاوتریخوالي کمښت او د امریکا متحده‌ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د «ښه نیت» ښودل بللي دي.

اېلي کوهن په ۱۹۶۵ کال کې د سوریې د لوړپوړو چارواکو په منځ کې تر نفوذ ترلاسه‌کېدو وروسته بندي او اعدام شو. 

کوهن په اسراییل کې یو ملي اتل ګڼل کېږي، ځکه د هغه استخباراتو له اسراییل سره د ۱۹۶۷ کال د جګړې په ګټلو کې ډېره مرسته کړې وه.

موساد (د اسراییل استخباراتي سازمان) ویلي، چې دوی دغه ارشیف له سوریې نه د یوې بهرنۍ استخباراتي ادارې په همکارۍ ترلاسه کړی، خو په دې تړاو یې نور جزییات نه دي افشا کړي.

د سوریې یوې امنیتي سرچینې رویټرز ته ویلي، چې د احمد الشرع په مشرۍ وسله‌والو ځواکونو د بشار الاسد د حکومت تر نسکورېدو وروسته د کوهن ارشیف په یوه استخباراتي دفتر کې موندلی او پرېکړه یې وکړه، چې دا د «ښه نیت» د نښې په توګه اسراییل ته وسپاري.

دغه اقدام د دوښمنۍ د کمښت، له امریکا او لوېدیځو هېوادونو سره د اړیکو د ښه‌کېدو او د اسراییل له‌خوا پر سوریې د بریدونو د پای ته رسېدو د هڅو یوه برخه یاده شوې ده.

همداراز راپور ورکړل شوی، چې د اماراتو په منځګړیتوب د سوریې او اسراییل ترمنځ نامستقیمې خبرې روانې دي.

په دې خبرو اترو کې سوریې هوکړه کړې، چې نه یوازې د کوهن ارشیف، بلکې د لبنان په جګړه کې د وژل شویو یو شمېر اسراییلي سرتېرو مړي هم اسراییل ته وسپاري.

د کوهن ارشیف د احمد الشرع په مستقیم تایید سره اسراییل ته سپارل شول دی.

دا پرېکړه وروسته تر هغې کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره اوونۍ په ریاض کې اعلان وکړ، چې د سعودي عربستان له وليعهد محمد بن سلمان او د ترکیې له ولسمشر سره تر خبرو وروسته یې پر سوریې بندیزونه پای ته رسوي.

نور خبرونه

رادیو