د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، چې د چین، قطر او سویس په ګډون څو نور هېوادونه هڅه کوي، چې د امریکا د مالي مرستو د کمښت یوه برخه جبران کړي.
دغه سازمان ویلي، چې یادو هېوادونو ورسره د ۱۷۰ مېلیونه ډالرو د مرستې ژمنه کړې ده.
د راپورونو له مخې، د روغتیا د نړۍوال سازمان غړو هېوادونو هم دې ته چمتووالی ښودلی، چې د خپل غړیتوب حق زیات کړي ترڅو د امریکا د مرستو د کمښت له امله رامنځته شوی مالي کمبود جبران کړي.