ملالې یوسفزۍ په غزه کې د بشري ناورین د پای ته رسېدو لپاره د نړۍوالو اقداماتو غوښتنه وکړه

AP ۱۴۰۴ غویی ۳۰

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ په «غزه کې د اسراییل د ظلم او تاوتریخوالي» په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او له نړۍوالې ټولنې نه یې د هغه څه چې «نسل‌وژنه» یې بولي، د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.

هغې د سې‌شنبې په ورځ (د مې ۲۰مه) د اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې ده: «د زرګونه وږو ماشومانو، ورانو شويو ښوونځيو او روغتونونو، د بشري مرستو د مخنیوي او بې‌ځایه شویو کورنیو لیدل زما زړه ماتوي.»

ملالې د نړۍ له مشرانو غوښتي، چې د اسراییل پر حکومت فشار راوړي څو تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د ملکيانو د خونديتوب ملاتړ وکړي.

هغې همداراز له خلکو غوښتنه کړې، چې که وس ولري له بشري مرستندویو بنسټونو سره مرسته وکړي.

د هغې په وینا، د دغو ادارو کارکوونکي په فداکارۍ هڅه کوي چې د انسانانو ژوندونه وژغوري.

دا څرګندونې په داسې مهال کېږي، چې په غزه کې بشري وضعیت له جدي ننګونو سره مخ دی او نړۍالو سازمانونو په وار-وار د وضعیت د خرابېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د یادونې ده، چې پر غزې د اسراییل هوايي او ځکمني بریدونو په ترڅ کې تر اوسه پورې تر ۵۲ زرو ډېر کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان دي.

نور خبرونه

رادیو