د پاکستان، چین او طالبانو درې اړخیزه غونډه؛ اسحاق ډار چین ته روان شو

AP ۱۴۰۴ غویی ۲۹

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې اسحاق ډار د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې چین ته لاړ.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمدصادق هم پر اېکس پاڼه کاږلي، چې نوموړی هم په دغه سفر کې د اسحاق ډار ملتیا کوي.

ټاکل شوې ده، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سبا د سې شنبې په ورځ (د مئ په ۲۰مه) په دغه درې اړخیزه غونډه کې د ګډون په موخه بېجینګ ته سفر وکړي.

د پاکستاني رسنیو د راپورنو له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي به د امیر خان متقي او اسحاق ډار سره د درې اړخیزې غونډې کوربه‌توب وکړي.

په دغې درې اړخیزه غونډه کې به د سوداګرۍ او امنیتي همکاریو د پراختیا په اړه بحث او نظرونه تبادله شي.

‏له دې وړاندې (د مئ په ۱۰مه) په کابل کې د افغانستان، پاکستان او چین لومړۍ درې اړخیزه ناسته هم ترسره شوه، چې د دغې ناستې موخه هم سیمه‌ییز ټیکاو او د دغه درېیو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو رامنځته کېدل و.

چین، د هند او پاکستانترمنځ په وروستي کړکېچ کې هم له پاکستانه ملاتړ وکړ.

‏د سیمې ټیکاو لپاره د چین په ناسته کې د طالبانو ور ګډول له هغه وروسته کېږي، چې طالبانو په هند کې د پهلګام پېښه غندلې وه او د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزیر جی شنکر سره متقي په خبرو کې د ډیپلوماټيکو اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا خبرې کړې وې.

تر دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویلي و، چې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیاویونګ امیر خان متقي ته په روانه میاشت کې چین ته د سفر بلنه ورکړې وه او هغه دغه بلنه منلې وه.

نور خبرونه

رادیو