د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، په تهران کې یې د برېتانیا سفارت چارسمبالی احضار کړی؛ ترڅو د برېتانیا لهخوا د ایراني وګړو د نیولو او پر ایران د «ناسمو تورونو» د لګولو په اړه خپل اعتراض څرګند کړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ تر دې وړاندې د روانې میاشتې په پیل کې د برېتانیا پولیسو په دوو جلا عملیاتو کې ۷ تنه ایراني وګړي نیولي وو.
دغه کسان ایران ته د جاسوسۍ په تور نیول شوي وو.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي دولتي رسنیو ته ویلي:« د دغه ډول اقداماتو ناسمې پایلې چې ښايي سیاسي موخې ولري او د ایران پر وړاندې د فشار د وسیلې په توګه کارول کېږي؛ مسوولیت به یې د برېتانیا پر غاړه وي.»